په کابل ښار کې تر اوسه پورې ټول‌ټال ۵۹۱۴ سوالګر راټول شوي دي

fdpm_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۴:۱
98

نېټه: 2022، سپټمبر 13مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 22مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 5914 سوالګر راټول شوي دي. د راټولو شوو سوالګرو له جملې  3872 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1069 مستحقې او 2803 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 518 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 138 مستحق ګڼل شوي او 380 بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 5914 سوالګرو کې بیا 1524 ماشومان دي چې له ډلې یې 763 مستحق، 723 حرفوي او 38 بیا بې سرپرسته ماشومان دي. بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. مستحقو سوالګرو ته بیا د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د نغدي پيسو د ویش لړۍ هم پيل شوې، چې تر دې مهاله یې سلګونو کسانو ته دغه مرستې رسېدلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه. . .

BACK TO NEWS