د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بیات بنسټ له مشر سره وکتل

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۹:۲۰
66

نېټه: 2022، جون 25مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بیات بنسټ له مشر «احسان‌الله بیات» سره وکتل. ښاغلي بیات وویل، نوموړی چمتو دی چې په افغانستان کې د روغتیا، برښنا او مخابراتو په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستال له ښاغلي بیات سره د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایو او د هغوی ملاتړ کوو. څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي، موږ یې هرکلی کوو، امنیت یې تأمینوو

 او د کار کولو فرصت ورته برابروو. محترم عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د بیات بنسټ فعالیتونه وستایل او له هغوی یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS