ملا عبدالغني برادر اخوند؛ د «نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون» پرانیسته وکړه

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۴:۳
OPENING

نېټه: د ۲۰۲۲ کال د جون ۵مه

د «نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون» پرانیستلو او د «صنعت اونۍ» مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې ځینو غړو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و. دغه نندارتون ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، له هغه ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، ټوله هڅه یې دا ده چې صنعت ته پراختیا ورکړي او په دغه برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي.

اسلامي امارت د صنعتکارانو او سوداګرو امنیت تأمین کړی او له ټولو غوښتنه کوي، چې خپل کار په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره او هیوادوالو ته په ښه کیفیت محصولات وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

BACK TO NEWS