اقتصادي کمېسیون؛ له MCC چينايي کمپنۍ سره دې د مس عینک کان د تړون تخنیکي اړخونه و ارزول شي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۱:۲۲
Mess Aynak

نېټه: د 2022 كال د مې 23مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پترولیم وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو د مس عینک کان د استخراج په اړه له MCC چینايي کمپنۍ سره د شوي قرارداد تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او یاد کمېسیون ته دې خپل راپور وړاندې کړي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د افغانستان برښنا شرکت ته اجازه ورکړل شوه، څو له قراردادي شرکتونو سره د برښنا شرکت د غیر اختیاري پروژو شوي قراردادونه فسخه، تجهیزات دې ترې تسلیم او پوره حفاظت یې دې وکړل شي.

یاد کمېسیون همدارنګه د «ابونصر فراهي» سوداګریز بندر د نړیوال کېدو په موخه کرنې وزارت، د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د یادې موضوع په اړه تخنیکي بحثونه او څېړنې ترسره او راپور یې دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د ولسمشر له مرستیال او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS