اقتصادي کمېسیون؛ له دې وروسته به پر اصنافو د پام وړ مالیه راکمه شي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۴:۴۶
Tax Reduce

نېټه: د 2022 کال د اپریل 4مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د سوداګرۍ وزارت له لوري په هیواد کې د اقتصادي زونونو د جوړولو او ترانسپورټ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې د ترانسپورټي اډو او ترمینلونو د مدیریت او تنظیم طرحو د ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو تهدنده وسپارله، څو یې په اړه د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته راپور وړاندې کړي.

همدارنګه د یاد کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د احصائیې ملي ادارې اړوند د «۶۰» جنراتورونو د اخیستلو موضوع د «۱۴۰۱» مالي کال د بودیجې تر تصویب پورې وځنډېده.

اقتصادي ‌کمېسیون د مالیې وزارت هغه وړاندیز چې د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو او د اصنافو د ملاتړ په موخه د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له (۱.۵) څخه (۰.۵) سلنې ته راکمېږي؛ د تطبیق وړ وباله او وپتېیل شوه، چې له هغه وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیول‌ کېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS