ټاپي پروژه؛ راتلونکی پسرلی به یې عملي چارې پيل شي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۲:۱۰
TAPI

نېټه: د 2022 کال د مارچ 17مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره وکتل او د هغه پر پيلولو یې ورسره خبرې وکړې. محترم ملاصاحب د ټاپي پروژې د پيل لپاره په افغانستان کې اوسنی رامنځته شوی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د یادې پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس وویل، د دغه پروژې عملي کارونه به راتلونکی پسرلی له هرات ولایت پيل کړي او د کارونو د چټکتیا په موخه غواړي چې د دواړو هیوادونو لخوا باصلاحیته ټیمونه رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه، نړیوال اسلامي بانک، د اسيا پرمختیايي بانک او همدارنګه روسي، چینايي او ځینې عربي بانکونه هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته چمتو دي. ښاغلي مراد امانوف وویل، له ټاپي پروژې سره یوځای به د ټآپ پروژې عملي چارې هم پيل کړي.   

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS