د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۴
Action Plan for Establishing Special Economic Zones Approved

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو.
دغه ځانګړې اقتصادي حلقې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړيږي. د پلان پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو په همکارۍ د یادو حلقو لپاره ځمکه تثبیت، سکټوري فعالیتونه او د اړتیا وړ خدمات به تشخیص او د پانګونې لپاره به زمینه برابره کړي.
د دغه ځانګړو اقتصادي حلقو په رامنځته کېدو سره به په هېواد کې نوې پانګونه جذب، د صادراتو او وارداتو نسبي توازن او په یو مناسب چاپېریال کې به پر تولیدي فعالیتونو د تمرکز په پایله کې نوی اقتصادي تحول رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۴۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS