د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو د HHM Global Industry Group شرکت له لوري د پانګونې لېوالتیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په افغانستان کې د یاد اماراتي شرکت د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وشو او ډاډ ورکړل شو، چې اړوند وزارتونه او ادارې په دغه برخه کې ورسره پوره همکارۍ ته چمتو دي. له هراړخیز بحث وروسته د یاد شرکت له مسوولینو غوښتنه وشوه چې د سالنګ دویم تونل او د درملو تولیدي فابریکې جوړولو او همداراز نورو برخو کې د پانګونې لپاره خپلې طرحې چمتو او د بحث لپاره یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، ښاغلي سادین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سالنګ دویم تونل او. . .

BACK TO NEWS