د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Regular Meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee Held

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. یاده طرحه د اړتیا او اقتصادي ارزښت لرلو له امله مهمه وبلل شوه او ټاکل شوې کمېټې ته راجع شوه، څو یې د ټولو تخنیکي او مالي اړخونو په پام کې نیولو سره ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همداراز په دې غونډه کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو پر طرحې هم بحث وشو. یاده طرحه د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته راجع شوه، څو یې راپور په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS