محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړي کولو او له افغانانو سره د برېټانیا حکومت او ولس د بشري مرستو پر ادامې خبرې وشوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم په بریدونو کې د شهید شوو افغانانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د برېټانیا حکومت او ولس به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
