د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته ورسېد

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د اذربایجان هېواد مرکز باکو ښار ته ورسېد. د حیدر علي ییف په نړېوال هوایي ډګر کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته د اذربایجان هېواد له لوري تود هرکلی وشو.