محترم ملا عبدالغني برادر اخوند راستنو شوو هېوادوالو ته: خپلې ازادې خاورې، خپل کلي او وروڼو ته پخیر راغلئ

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۹:۵۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند راستنو شوو هېوادوالو ته: خپلې ازادې خاورې، خپل کلي او وروڼو ته پخیر راغلئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه له راستنو شوو هېوادوالو سره د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال راستنو شوو هېوادوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، د نن ورځې ناسته او تاسې ته ښه راغلاست ویل د ژوند تر ټولو خوشحالوونکې او له افغاني غرور څخه ډکه شیبه ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، تاسې ته به معلومه شوې وي چې د بل تر واک لاندې خاوره کې خوشحالي، دوامداره پرمختګ، د مالکیت احساس، عزت او غرور نشته. د ازادۍ او مالکیت احساس او غرور او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له راستنو شوو هېوادوالو سره د لیدنې پر مهال وویل:« موږ پوهېږو چې تاسې په جبري او ناڅاپي توګه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یاست، کاروبارونه مو خراب شوي، ډېر وسایل او امکانات مو پاتې شوي، تعلیم او زده کړې مو نیمګړي پاتې شول. روښانه ده چې دا سخت حالت دی؛ خو زه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې ستاسې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړو. ماشومان به مو مدارسو او ښوونځیو ته ځي، کاروبارونه به مو جوړېږي او ټولې ممکنه اسانتیاوې به درته برابرېږي. په دې برخه کې اسلامي امارت په ډېر کم وخت کې خپلو افغان وروڼو ته ډېر سهولتونه برابر کړي او له دې وروسته به یې هم برابروي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، تاسې د دې خپلواکې خاورې بچیان یاست، دلته که هرڅومره ستونزې درباندې راشي څوک مو نه شړي، په خپلواک افغانستان کې به مو غرور ژوندی وي او د محکومیت احساس به هېڅکله نه کوئ. یو وخت به دا ورځ راتله چې تاسې به خپلې خاورې ته بېرته راتلئ، دا ورځ نن راغله او ښه ده چې خپل کلي او خپلو وروڼو ته پخیر راغلئ.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د دې هېواد سرلوړي او عزت د افغانانو په یووالي او اتحاد پورې تړلي دي، ټول به په ګډه د خپل دین او خاورې خدمت وکړو. خپل اسلامي نظام ته به د همکارۍ لاس ورکړو او د تل لپاره به د ګران وطن بچیان د نورو هېوادونو له مزدورۍ، بې عزتۍ او کډوالۍ څخه وژغورو.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ وکړ، چې له اسلامي امارت سره په ګډه همکارۍ د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS