محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی، خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی، خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه نېټه د لویې جرګې په تالار کې په هېواد کې د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده؛ خو له بده‌مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی چې دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې موږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد نه دی تجربه کړی. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، ټولو افغانانو د متجاوزینو په مقابل کې یو ځای مبارزه او جهاد کړی، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د هېواد د لویو موخو په ترلاسه کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، هغو ملتونو چې خپل منځی اتحاد او یووالی یې ساتلی، په ډېره اسانۍ لویو موخو ته رسېدلي دي. محترم ملا صاحب وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او له یو شان حقوقو څخه برخمن دي، دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر اساس بې معنا توپیرونه نشته، اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.

محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو ته ډاد ورکړ چې اسلامي امارت ستاسي نظام دی. دا نظام د هر افغان له مال، عزت، وینې او ناموس څخه کلکه دفاع کوي او دا کار خپل مسلم مکلفیت او مسوولیت ګڼي. پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.

په دې غونډه کې چې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په هېواد کې د ملي وحدت ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، علماوو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو او ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په دیارلسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هېواد د اقتصادي ودې له پاره د ستراتیژیک چوکاټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د اریانا افغان هوايي شرکت د هوايي کارګو له لارې في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر انتقالوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کان کیندنې. . .

BACK TO NEWS