د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د نیمروز ولايت د علماوو شورا له غړو سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۵:۸
5U2A3666

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې چې د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرانو او د برېښنا شرکت رئیس هم حضور درلود د نیمروز ولایت د علماوو شورا غړو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې. د نیمروز ولایت علماوو شورا غړو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د نیمروز ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي. دوی د نیمروز مرکز زرنج سربېره لرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، په زرنج کې د مخابراتي شبکو تقویه او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو پراختیا، د کرنې لپاره د ضرورت وړ اوبو برابرول او سرحدي ستونزو ته یې د رسېدنې ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال په هېواد کې په مختلفو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د محترم ملا صاحب په خبره، له څه باندې څلور لسیزو وروسته د هېواد د آبادۍ فرصت برابر شوی خو ډېرې ستونزې په میراث را پاتې دي چې ټولو ته رسېدنه وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، اسلامي امارت له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل شي. د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د  نیمروز ولایت علماوو شورا غړو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوې او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د شته امکاناتو څخه پر استفادې دې یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS