د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
5U2A0234.00_19_48_03.Still004

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو. دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د امارتي شرکتونو د انسجام خپلواکې ادارې او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید د وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي. د یادونې وړ ده چې ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړي سر کې ۱۰۰ میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ میګاواټه پورې ګازي برېښنا تولید کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
Background image

د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS