محترم ملا عبدالغنی برادر آخند معاون اقتصادی ریاست الوزراء در سفر خویش به ولایت بغلان با اعضای شورای علمای این ولایت دیدار نمود

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۷:۴۰
WhatsApp Image 2024-05-13 at 22.45.08_b2fb8e36

دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه د بغلان ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، د بغلان ولایت د علماوو شورا رئیس محترم شيخ صاحب کمال الدين، د دې شورا مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحى صالحي او نورو غړو پکې حضور درلود. د بغلان ولایت د علماوو شورا رئیس د خپلو خبرو پر  مهال په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت، سرتاسري امنیت د تأمین، په  بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د ښو لاسته راوړنو او له هېوادوالو سره د مسوولینو پر نېک چلند خوښي څرګنده کړه. دغه راز یې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د رهبرۍ خواخوږي، پر وخت د مرستو رسولو او ستونزو ته له رسېدنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د بغلان ولايت ولسونه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ يې کوي. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، په بغلان ولایت کې د راغلو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خواشیني يو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو. د ناستې په پای کې محترم ملا صاحب وویل، موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، خو له بل لوري ویاړم چې د بغلان د ولسونو تر منځ مینه، یووالی او یو د بل لاس‌نیوی موجود دى، چې فخر مې پرې وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS