د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۲۰:۴۳
WhatsApp Image 2024-03-28 at 19.59.06_2e3b6631

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو قرارداد د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ګاما ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.  د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي. د دغه برخې په بشپړېدو سره به د خواف- هرات د سیمه‌ییز اتصال پروژه؛ افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي. پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.  د یادونې وړ ده چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS