د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى ايران ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۹ - ۱۹:۵۱
5U2A1568

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى د ايران اسلامي جمهوريت ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته د روان لمريز کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: «ایران ته مو د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو ایراني مسوولینو سره وکتل او پر هغه سربېره مو له چابهار بندر او یوشمېر صنعتي او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.  زموږ د سفر موخه دا وه څو بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو د رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړو چې په دې سره به د افغانستان سوداګري زیاته شي.» محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د دغه سفر پر مهال مو د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو، نفت او ګازو، سرحدي مسایلو، روغتیا، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یو شمېر تفاهمنامې لاسلیک کړې.  د محترم ملا صاحب په خبره، دا د دواړو هېوادونو لپاره په صنعت او سوداګرۍ کې لویه لاسته راوړنه ده. د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغو تفاهمنامو د تعقیب په موخه له دواړو لوریو کاري ټیمونه او یوه میاشت ضرب الاجل وټاکل.  د دغه سفر پر مهال د ایران د چابهار بندر مسوولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان سر له اوسه کولای شي له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په موخه عملاً استفاده پيل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS