د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې درېیمه کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۵:۴۹
5U2A1466

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې درېیمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. یادې ناستې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت لپاره د برېښنايي ویزې سیسټم جوړولو په برخه کې د پانګونې طرحه د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له استازو څخه ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې د حقوقي، تخنیکي او اقتصادي تحلیلونو او د دې ناستې د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره د طرحې وړاندې کوونکي شرکت له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې پنځمې نوبتي ناستې ته راوړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS