د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۵۲
1

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا صاحب به د دغه سفر په ترڅ کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وګوري او هلته به د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ پر زیانمنو شویو هېوادوالو د راټولو شویو مرستو د عادلانه او سم وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته هم لازمې لارښوونې او هدایات وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۴۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ( چهار شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۳مه نیټه، د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. 
پ. . .

BACK TO NEWS