د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۷:۸
5U2A4034

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.  د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د هرات ولایت د پل هاشمي سب سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پل هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ سنګل سرکټ د انتقال لین او په هرات ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټ موبایل سب سټېشن پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې تر هراړخیز بحث وروسته یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوې تر څو یې په اړه خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي. پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه ۱۲۰ کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.  په یاده غونډه کې همدا راز د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه هم د منظورۍ لپاره وړاندې شوه، چې تر هراړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوه، څو د یادې پروژې په اړه خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.  د غونډې په پای کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرونو د خاک پولي او ترازوګانو د فیس په اړه هم هراړخیز بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرونو ته خاک پولي او د ترازوګانو فیس معاف دی او هغه خصوصي ترانسپورټي شرکتونه به بیا دا فیس تادیه کوي، چې د خوړو نړیوال پروګرام سره د بشري مرستو رسولو قراردادونه لري. همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام مکلف وبلل شو څو د ټولو هغو توکو خریداري په افغانستان کې دننه وکړي چې دلته پیدا کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS