د ټاپ پروژې سکرتریت جوړېدل او یوشمېر نور اقتصادي موضوعات تایید شول

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۳:۵
photo_٢٠٢٤-٠١-١٦

پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون په تخنیکي غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو پر همکارۍ، د مرستندویه موسسو له لوري د پروژو پر پلي کولو، د مرستو د وېش او په دې برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو پر موضوع هر اړخیز بحث وشو. د غونډې ګډونوالو په دې اړه په خپلو نظرونو کې وویل، چې د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو له پاره په کار ده چې د پروژو د ښه عملي کېدو او د اړتیاوو پوره کېدو په موخه دې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې خپل پلانونه چمتو کړي، څو یې له مخې په کارونو کې چټکتیا او پوره همغږي رامنځته شي. دغه راز په دې برخه کې د کابینې د پرېکړې پر اساس د چمتو شوې کړنلارې پر عملي کېدو هم ټینګار وشو او وویل شول چې په یاده کړنلاره کې د تعدیل راوستلو په برخه کې دې د اړوندو وزارتونو او ادارو نظر واخیستل شي.  د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې یاد نظرونه دې تر توحید وروسته د اقتصادي معاونیت پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون ته وسپارل شي، ترڅو د وروستۍ تصمیم‌نیونې په موخه د پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون له مشرتابه سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS