د کانونو په برخه کې پر یوشمېر اقتصادي موضوعاتو بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۲:۳۴
20231226

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ټاپ پروژې د سکرتریت د جوړېدو،  د فراه ولایت د قومي مشرانو له لوري د بخش آباد بند د تونلونو چارو تر بشپړېدو مخکې د یاد بند د کاسې جوړولو چارو د پيلېدو پر غوښتنې، له فتحې مخکې د پارنده پنجشیر مایکروهایدل او چک برېښنا بند د پاتې انوایسونو د اجراء او د سیلوګانو لپاره د غنمو د پېرلو پر کړنلارې هر اړخیز بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د تخنیکي کمېټې د نظرونو په نظر کې نیولو سره د نهایي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS