د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې؛ پر وړاندې شوو سوداګریزو او ساختماني طرحو بحث وکړ

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۳:۲۰
photo_٢٠٢٣-١٢-١٣_١٢

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. یادې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل په ابن سینا او شیخ زاید روغتونونو او همدارنګه د جلال آباد په حوزوي روغتون کې د تصویري تشخیصیه او معیاري لابراتواري خدمتونو وړاندې کولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. تر هراړخیز بحث وروسته یادې طرحې په پرنسیپ کې تایید او د چارو ادارې د پانګونې اسانتیاوو ریاست په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت او خصوصي سکټور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو اقتصادي او تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور د یوې میاشتې په جریان کې دغه کمېټې ته را واستوي.  د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د نوي عمر سوداګریز او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د سوداګریز مرکز او هستوګنیزو اپارتمانونو جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. تر هراړخیز بحث وروسته د چارو ادارې اړوند د ښاروالیو عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو یاده طرحه د هلمند ولایت له شهري پلان سره وګوري او د یوې اوونۍ په جریان کې د خپل راپور له کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS