د برېښنا د تولید او کرنیزو فارمونو د جوړولو پر وړاندې شوو طرحو بحث وشو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۳:۴۶
ph_٢٠٢٤-٠٢-١٤

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو.  دغه غونډې ته له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په یوشمېر ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو جوړولو او همدارنګه د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS