په پلچرخي کې د ټولګېټ کمپلېکس او قوای مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې تایید شوې

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۳:۳۹
jan,27,2024

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. یادې ناستې ته د کابل ولایت د پلچرخي په سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ کمپلېکس جوړولو طرحې د ارزونې لپاره د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو، چې یاده طرحه تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. همدارنګه په دغه ناسته کې د کابل ښار په قوای مرکز سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې د ارزونې لپاره د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. په دغه ناسته کې د ننګرهار په مهمند دره، د بغلان په خنجان او د پروان په جبل‌السراج ولسوالیو کې پر لویو لارو د تیرپارک جوړولو طرحه هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوه. تر مفصل بحث وروسته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو ته دنده وسپارل شوه، څو له ذکر شوو ولسوالیو یوازې په یوه کې یې د یادې طرحې د مالي او اقتصادي ارزونې او همدارنګه د قرارداد د وخت په اړه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره بیاځلې ناستې ترسره او راپور یې دغه کمېټې ته وړاندې کړي. همدارنګه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغه ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په کابل ښار کې د شعاعي سرطان او د سرطاني ناروغیو د درملنې کمپلکس او د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. تر مفصل بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو د مالي او اقتصادي اړخونو او همدا راز د قراردادونو د وخت په اړه د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بیاځلې ناستې ترسره او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS