عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سهشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.
د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت عمومي رییس میرویس عزیزي وویل، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي چې ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پيل کړي. هغه زیاته کړه، په نږدې وخت کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لوی روغتون د جوړولو کارونه هم پيل کړي.
ورپسې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ د اړوندو امارتي ادارو او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت له استازو څخه جوړې شوې تخنیکي کمېټې خپل راپور وړاندې کړ. د راپور له مخې، د کابل ولایت په نغلو سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د پروان ولایت په باریکاب سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او په غزني ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ او د برېښنا د پېر تړونونه یې لاسلیک شوي. کمېټې په خپل راپور کې زیاته کړه چې په ساحو کې عملاً د پروژو چارې پيل شوې دي. د دې ترڅنګ، په تخار ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا، په بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا، د نغلو او غزني سبسټېشنونو جوړولو او د کابل ولایت له ترهخېل سیمې څخه تر صنایع سبز پورې د انتقالي لین غځولو پروژو پر تخنیکي موضوعاتو بحثونه جریان لري، چې ژر به نهايي شي. دې کمېټې د کارونو د چټکتیا په موخه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دې کمېټې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او اړوندو امارتي ادارو ته یې د کارونو د لا چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د دوه اوونیو په جریان کې دې په یو شمېر برخو کې پاتې کارونه بشپړ او راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ترې ویې غوښتل چې خپل کارونه په ښه ډول او ټاکلي وخت بشپړ کړي.
