د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران له ولسمشر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (جمعه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نیټه د ایران له ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان سره ولیدل.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي پزشکیان سره لیدنه کې د ايران حکومت او ولس سره د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د شهادت د تسليت ويلو ترڅنګ پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ايران ترمنځ ګڼو برخو کې د مشترکاتو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه څرګندې ګډې ګټې لري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وويل، چې پر ايران د امريکا او اسراييلو د يرغل په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه او ثابت و او دغه بريد يې نامشروع ګڼلی او غندلی و.
ښاغلي پزشکیان په خپلو خبرو کې د دواړو ولسونو پر نږدې او دوستانه اړيکو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه دې ټول شته فرصتونه د دواړو ولسونو په ګټه وکاروي.
ښاغلي پزشکيان افغانستان سره د اړيکو پراختيا د خپل حکومت لپاره د ځانګړي لومړيتوب لرونکي وبلل او ټينګار یې وکړ چې دواړه حکومتونه دې له ټولو ظرفيتونو څخه ګټه پورته کړي.
