د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۱۶
د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د عایداتي فرصتونو راپور وړاندې شو. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد راپور د تایید وړ وبلل شو. د دې راپور له مخې، مالیې وزارت ۱۷ هغه عایداتي منابع په ګوته کړې چې په بیاځلې فعالېدو او سم مدیریت سره یې په کلني ډول د حکومت خزانې ته په لسګونو میلیارده افغانۍ عواید جمع کېدلی شي. دغه راپور د تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

همداراز دې غونډې ته د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغو کې د شته نمرو د ویش په اړه د جوړ شوي طرزالعمل راپور هم وړاندې شو. دغه طرزالعمل د یوې ګډې کمېټې له لوري جوړ شوی، چې تر توشیح وروسته به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۴۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ( چهار شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۳مه نیټه، د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. 
پ. . .

BACK TO NEWS