د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۵۳
د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال محترم الکسي اویرچوک نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو پانګوالو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونه کړې او دا چاره په ښه ډول روانه ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د هېواد د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي. د یادو پروژو چارې د اسلامي امارت تر څنګ د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري پر مخ وړل کيږي.

د ریاست‌الوزراء قتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت د زېربنايي پروژو پر پيل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي. روسیه د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی. افغانستان په دې برخه کې د اسانه شرایطو د رامنځته کېدو غوښته کوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت چمتو دی چې له روسيې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه د سالنګ دوهم تونل وباسي. په دې برخه کې د روسیې فدراسیون تجربې ته په کتو د سالنګ دوهم تونل ایستلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان – روسیې لومړي سوداګريز فورم په پرانیست‌غونډه کې یوځل بیا په شمال – جنوب دهلیز کې د افغانستان پر  ونډې اخیستو او همداراز د افغان – ټرانس پروژې پر پيل او تطبیق کې د روسیې فدراسیون پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: " موږ لېواله یو چې افغانستان د دې دهلیز په تقویت او په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري."

ورپسې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اویرچوک خبرې وکړې. هغه وویل، روسیه د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفداره ده او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي. د نوموړي په خبره، د افغانستان وضعیت د بهبود لوري ته روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سوله‌ییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.

ښاغلي اویرچوک وویل، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کېدو موافقتنامه لاسلیک شوې، دوی هیله لري چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ نوي شرایط او له موجودو امکاناتو به د استفادې لپاره ښه زمینه برابره کړي.

په لیدنه کې د روسیې د ګمرکونو مسوول هم حضور درلود. هغه وویل، د ځانګړو اسانتیاوو او په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ تخفیفونو په پام کې نیولو سره چمتو دي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي. هغه زیاته کړه، غواړي له افغانستان سره د سوداګریزو اصولو ساده کولو، د سوداګریزې بیروکراسۍ له منځه وړلو او په ګمرکونو کې د ځانګړې همکارۍ او کار کولو په موخه پروتوکول رامنځته کړي.

په غونډه کې د روسیې فدراسیون د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ کچې زیاتېدو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، په دې برخه کې د افغان – ټرانس پروژه ډېره مهمه ده، چې روسي او ازبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار کوي او هدف دا دی چې ژر یې عملي چارې پيل شي. په دې برخه کې اسلامي امارت له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم په پرانیست‌غونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم حضور درلود. د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل،  د موټر جوړولو تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي. تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ تړون له افغانستان سره لاسلیک کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دا ډول اقتصادي فورمونه مهم وبلل او  پر دوام یې ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS