د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ په ۱۴۴۶ هـ ق کال کې د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۴۰
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ په ۱۴۴۶ هـ ق کال کې د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې غونډه ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله  په مشرۍ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې غونډه ترسره شوه. غونډې ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ ترسره شوې غونډه کې د شوو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شول.

په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، څو د ښاري پلانونو مطابق د امارتي ځمکو د نمرو د پلور او وېش او د ساختمان د اجارې د ورکړې اسانتیاوو په اړه طرزالعمل جوړ کړي. یادې کمېټې په همدې موخه جوړ شوی طرزالعمل په دوهمه غونډه کې د ارزونې لپاره وړاندې کړ، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر واستول شي. د دغه طرزالعمل له مخې هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او چارې یې پيل کړي.

همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه، څو په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقال کړي. د دغه پرېکړې د تطبیق په اړه یادو وزارتونو خپل راپور په دوهمه غونډه کې وړاندې کړ چې په ډېری ولایتونو کې د ۸۰ زره جریبه ځمکې انتقال ترسره شوی او په یو شمېر ولایتونو کې دا پروسه په نږدې وخت کې د بشپړېدو په حال کې ده. په دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعت‌کارانو د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.

همداراز په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته هم دنده سپارل شوې وه، څو د انساني، حیواني او کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه کړنلاره جوړه کړي. یادې کمېټې دغه کړنلاره جوړه او د ارزونې په موخه یې شریکه کړه، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دوهمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه. له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا په څېر اجراات ترسره کېږي. همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کارونو د ژر طی‌مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي. دغه طرزالعمل دې د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او له هغه وروسته دې د منظورۍ له پاره  د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله دفتر ته واستوي.

د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ غونډه کې د شویو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل راپورونه د اقتصادي کمېسیون په دوهمه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ او سوداګریز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
Background image

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه

 د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ. . .

BACK TO NEWS