اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټه: د فراه د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو جوړولو او پراختیا لپاره دې اضافي ځمکه ورکړل شي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۱:۲۱
اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټه: د فراه د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو جوړولو او پراختیا لپاره دې اضافي ځمکه ورکړل شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو جوړولو او د بندر پراختیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته نظر دا و چې د یاد بندر د تاسیساتو جوړولو او پراختیا لپاره دې د اړوندو وزارتونو او ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره اضافي ځمکه ورکړل شي.

په غونډه کې د صنایع سبز صنعتي پارک د ځمکې ارزښت معلومولو په اړه هم بحث وشو. د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته نظر ورکړل شو، چې د یاد صنعتي پارک د ځمکې د قیمت په اړه دې د صنعتي ساحو د نوي قانون له مخې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او د ځمکې لپاره في متر ۱۵۰ افغانۍ قیمت ټاکل شوی، اجراات ترسره شي.

د غونډې په پای کې په کابل ښار کې د یوځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري پر جوړې شوې طرحې هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کثافاتو د پروسس لپاره وړ شرکتونه انتخاب او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ته یې پیشنهاد کړي. یاد موضوعات د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS