د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به لومړی تخریب شوې ځمکه بېرته ورغول شي او وروسته به پکې کرنیز او د مالدارۍ فارمونه او د پروسس فابریکې جوړې شي، چې په زیاته اندازه باکیفیته محصولات به تولید او زرګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

 همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د سوداګریز او استوګنیز کمپلکس جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د ځمکې ملکیت او د ملکیت پلان معلوم کړي. که دغه ځمکه د پانګونې لپاره مساعده وه، د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره دې تخنیکي بحثونه ترسره او راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همداراز د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په کابل ښار کې د موټر پلورنځیو لپاره د منظمو ځایونو پر ټاکلو هم بحث وشو. کابل ښاروالۍ او د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په څو سیمو کې د موټر پلورنځیو لپاره مناسب ځایونه په نښه، د هغه لپاره طرحه جوړه او د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې سره یې شریکه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS