د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته د مالیې وزارت د نویو عوایدي فرصتونو راپور وړاندې او تایید شو. د راپور له مخې، مالیې وزارت په مختلفو سکټورونو کې د عوایدو د زیاتوالي نوي فرصتونه په ګوته کړي، چې د هر فرصت لپاره د طرحو تر تاییدۍ او منظورۍ وروسته به په اوږدمهال کې د اسلامي امارت بودیجې شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ زیات عواید ولري.

د اقتصادي کمېسیون په دې نوبتي غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ طریقې هم تایید شوې. دغه مسودې د ساختماني توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان آلاتو، نساجي، پلاستیک، لبنیاتو او همدارنګه د ازمایښت طریقې بیا د خوراکي او کرنیزو محصولاتو اړوند دي.

دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال د پایپ لین پروژې په اړه هم راپور وړاندې او د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شو. د راپور له مخې به مالیې وزارت د یادې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته بودیجه ځانګړې کړي. همداراز مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو له شاه و عروس بند څخه د کابل ښار شمالي برخو ته د اوبو رسونې په موخه د اوبو رسونې امارتي شرکت ته ځانګړې شوې بودیجه انتقال او یاد ریاست یې د سروې او ډیزاین عملي چارې پيل کړي. همدارنګه دې د اوبو رسونې امارتي شرکت د (ام ډي پي) اوبو رسونې پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په موخه خپل تطبیقي پلان مالیې وزارت ته وسپاري او مالیې وزارت دې د تطبیقي پلان مطابق بودیجه ورته ځانګړې کړي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته هم هدایت وشو، څو په کابل ښار کې د اوبو رسونې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو رسونې امارتي شرکت ته بودیجه ځانګړې کړي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازم هدایت وشول.

پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
Background image

د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS