د کرنې وزارت اړوند د عوایدو لوړولو درې طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۳۶
د کرنې وزارت اړوند د عوایدو لوړولو درې طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزو څېړنو، کرنیزو تخمونو، د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا او د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاستونو له لوري د عوایدو لوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته یادې طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.

د یادو طرحو په تطبیق سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ، بهرنیو هېوادونو ته به یې په صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته او په ورته وخت کې به د کرنې وزارت عواید هم ورسره زیات شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

BACK TO NEWS