محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان له والي سره وکتل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۲
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان له والي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه د سمنګان له والي محمد شعیب رسالت او د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې له پاره د ټاکل شوو کمېټو له مسوولینو سره د ولایت په مقام کې وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې د ټاکل شوو کمېټو له مسوولینو څخه د دوی اړوندو برخو کې د ترسره شوو کړنو راپورونه وغوښتل. د یادو کمېټو مسوولینو په خپلو راپورونو کې وویل، تر دې مهاله یې د زلزلې له امله ټولو زیانمنو شوو هېوادوالو ته لومړني خوراکي توکي، دارو درمل، البسه، خیمې او د سرپناه اړین توکي رسولي. هغوی زیاته کړه، د سطحي ټپيانو عاجله درملنه شوې او هغوی چې اوږدې درملنې ته اړتیا لري، نغدي مرستې ورسره شوې دي.

محترم ملا صاحب د یادو کمېټو له ترسره شوو کارونو څخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې په ټینګار سره وغوښتل چې ژر تر ژره د سمنګان ولایت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې د شهیدانو، ټپيانو، په بشپړ ډول د نړېدلو کورونو او په نیمه ډول د زیانمن شوو کورونو سروې بشپړه کړي او پر زیانمنو خلکو د اسلامي امارت له لوري په پام کې نیول شوې مرستې په شفاف ډول ووېشي.

په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۳ هېوادوال شهیدان او ۳۴۴ ټپيان شوي دي. دغه راز ۴۱۹ کورونه او ۱۲ جوماتونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۵۹۳ کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS