د کارګو او پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د فعالیت او ستونزو په اړه بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۱:۲۷
5U2A6024

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د کارګو او پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د فعالیت او ستونزو او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې کارګو شرکتونه مکلف دي څو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر نظارت لاندې له ۴۶ کیلوګرامه کم توکي انتقال نه کړي او که دا ټاکل شوې اندازه په نظر کې ونه نیسي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري به ورسره قانوني چلند کېږي. همدا راز د پوستي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه هم مکلف کړل شول چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر نظارت لاندې به له ۴۶ کیلوګرامه زیات توکي نه انتقالوي او که له دې اندازې زیات توکي انتقال کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري به قانوني چلند ورسره کېږي. همدا راز د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د پوستي خدمتونو قانون جوړ، د اقتصادي کمېسیون له لارې یې طی مراحل او د منظورۍ لپاره یې د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي. دغه نظر د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واستول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS