د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د آذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۴۲
aadc6716-2173-449d-a617-17ebe3cb13b

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د آذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د فعالیت له پيل مننه وکړه او د آذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شوو فرصتونو څخه په استفادې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت یې بشپړ ملاتړ کوي او په دغه برخه کې یې ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د آذربایجان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله او همدا راز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه کړي. هغه په افغانستان کې د صنعتي فابریکو د رامنځته کولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وویل، دوی چمتو دي چې د کانونو د استخراج په برخه کې هم له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.  د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې دواړه لوري به په یادو برخو کې ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS