د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د مس عینک پروژې د سړک جوړولو چارو پرانیسته وشوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۵۱
WhatsApp Image 2024-07-24 at 16.19.35_94191362

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په درېیمه نېټه د مس عینک پروژې د غځېدلي سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خواه، د چین هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر، د مس عینک د قراردادي کمپنۍ ((MCC رئیس او تخنیکي ټیم، د خصوصي سکټور استازو، د سیمې اوسېدونکو او یوشمېر امارتي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال د مس عینک پروژه له مهمو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي کمپنۍ مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد موجود دي، دا ستونزه په بشپړ ‌ډول حل شوې او د پروژې د عملي کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې د پروژې لپاره یې د پیسو د انتقال په موخه د افغانستان بانک ته هدایت کړی، چې له قراردادي کمپنۍ سره لازمه همکاري وکړي.  په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قراردادي کمپنۍ ته د بشپړ امنیت تامین ډاډ ورکړ او ټول ملت ته یې د دغه لویې پروژې د یوې برخې د عملي چارو د پيل مبارکي ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS