په ازبیکستان کې د ا.ا پلاوي له لوري د نهايي شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۷:۴۸
5U2A0671

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو د مسوولینو له لوري ازبیکستان ته د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د نهايي شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې. دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر متوازن بیلانس، د باروړونکو موټرونو د شمېر پر زیاتوالي، د حیرتان بندر پر ۲۴ ساعته کولو، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو، په ترمذ کې د افغان – ازبیک ګډ سوداګریز مرکز څخه پر استفادې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړه‌لیکونو د نهایي کولو، د اوسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبیک پانګوالو د پانګونې، په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو، د ترمذ- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د ازبیکستان د همکارۍ، د نایب آباد سټېشن پر پراختیا، د سورخان- پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د ازبیکستان پر پانګونې او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یاد موضوعات په جدي ډول تعقیب او په ټاکلو وختونو خپل راپورونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS