محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۷:۵۷
5U2A2915

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ. دغه نندارتون چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړ شوی و، یوشمېر امارتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او بزګرانو پکې حضور درلود.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د نندارتونونو ارزښت ته په اشارې سره وویل، حکومتونه هڅه کوي چې د خپلو محصولاتو د معرفي کېدو او هغو ته د بازارموندنې په موخه په کور دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړي، چې اسلامي امارت هم دا لړۍ پيل کړې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، د نندارتونونو له لارې د یو هېواد سوداګري وده کولی شي او په دغه برخه کې پانګونې ته هم زمینه برابرېږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري، خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده، چې په خبره یې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د افغان متخصصینو په مرسته عملاً د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله  له منظورۍ وروسته به عملي او په وسیله به یې وتوانېږو چې د افغانستان کرنه میکانیزه او هېواد به د صنعتي کېدو په لور سوق کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت د صنعت سکټور ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم د لومړیتوب په ورکولو سره د اوبو مدیریت ته پاملرنه کړې او په هېواد کې یې د اوبو له مدیریت او خپل مشروع حق څخه د استفادې په موخه سترې او بیزې پروژې پیل کړې دي. محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د هېواد د کرنیز سکټور د پياوړي کولو په موخه عملاً په مهمو پلانونو کار کوي، چې په تطبیق سره به یې د هېواد اقتصادي وده پياوړې او د خلکو د ژوند کچه به ورسره ښه شي. د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو ته د بازارموندنې، د کرنیز سکټور د پياوړتیا او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې په ۲۶۳ غرفو کې مختلف توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS