محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۳
5U2A0434

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ازبیکستاني پانګوالو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال ازبیکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼ‌خونې جوړولو، د سیمنټو د تولید فابریکې جوړولو، د مالګې کانونو د استخراج او معیاري پخې مالګې د تولید، د معیاري نساجي فابریکې رامنځته کولو او همدا راز د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.  همدارنګه ازبیکستاني پانګوالو زیاته کړه، چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی له بشپړ چمتووالي سره راغلي څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي. ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ازبیکستاني پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS