د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱۷
بخت

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیستل شوه. په دغو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو او د فساد کچې په ټیټېدو سره اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي. په دغه فابریکه کې د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دې غونډې پر مهال پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه دلته پانګونه وکړي، اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي. په پای کې محترم ملا صاحب د یادې فابریکې مسوولینو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه څو د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د بخت کمپلو جوړولو په دغه فابریکه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پنځه زره کمپلو د  تولید ظرفیت لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته  د کار زمینه برابره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS