د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳
978566sfj

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب  میاشتې په ۲۷مه نېټه له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.

د دغه لیدنې پر مهال چې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو هم حضور درلود، د زېربنا، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورټ، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، په دغه سکټورونو کې د شته فرصتونو او پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې.

د لیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولای شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي. محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د پانګونې له پاره ښه فرصتونه لري. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ورپسې روسي پانګوالو په افغانستان کې  په بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي ډول صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند روسي او افغان پانګوالو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مارکېټ ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS