ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۵:۴۲
6543wedsz

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۸ تعدیل، د څلورو لغوه او د اتو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دوهم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
Background image

د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS