د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» کې ګډون وکړ

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۲۳
0071

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان بانک له لوري «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې د پانګونې د تشویق او د کارونو د ایجاد په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو مؤسسو مسوولینو او یوشمېر ملي پانګوالو او سوداګرو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ کچې کمول خپل مسوولیت او لومړیتوب ګڼي، چې پر همدې اساس د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو مؤسسو د څارنې او تنظیم لپاره مقرره جوړه شوې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه کار نه و ترسره شوی. د محترم ملا صاحب په خبره، په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په تأمین او د شفافیت پر رامنځته کېدو سره اوس له بل هر وخت دې ته ښه زمینه برابره شوې چې د وړو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابره شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، د وړو تمویلونو ملاتړ او ورسره ګډ کار کول ځکه ډېر مهم دي چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري. د دغه سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزلو خلکو سره مرسته ترسره او هغوی ته د کار زمینه برابرېږي چې له دې سره د بې وزلۍ، بې‌کارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټېږي او په پایله کې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کنفرانس له لارې پر نړیوالې ټولنې، تمویلوونکو ادارو او همدارنګه شتمنو افغانانو غږ وکړ چې د وړو تمویلونو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. همدارنګه عام خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو لرونکي هم کولی شي چې د وړو تمویلونو مؤسسو له جوړې شوې مقررې څخه ګټه پورته کړي او خپل کاروبار پیل او یا پراخه کړي.

د یادونې وړ ده چې د وړو تمویلونو مؤسسو په جوړه شوې مقرره کې د تمویل د ترلاسه کولو شرایط اسانه شوي څو د لېرې پرتو سیمو بې وزله خلک وکولاي شي چې  تمویل ترلاسه کړي او دا لړۍ به د هېواد ټولو سیمو ته وغځول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS