محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د لومړي وزير له مرستيال سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۵۱
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د لومړي وزير له مرستيال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه له غرمې وروسته د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال محترم جمشید خوجه یوف سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د ازبیکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې. ازبیکستاني لوري وویل، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي. په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس فابریکې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي. د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، ازبیکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه، د طوطي میدان ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لري چې په نږدې وخت کې به یې د استخراج چارې هم پيل کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستاني لوري د طرحو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS