ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۱۱
industry

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر29مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل. محترم ملاصاحب د هیواد د اقتصادي پياوړتیا او د بېکارۍ کچې په له منځه وړلو کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه: « خصوصي سکتور په پنځو زرو فابریکو کې نږدې یو نیم میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د فعالیت ستاینه کوي.»

 د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین‌زاده وویل: «د دایمي ځمکې نه درلودل، د برښنا پرچاوي، له بانک څخه د پیسو ایستل او له هیواده بهر د خصوصي سکتور تولیداتو ته د ښه بازار نشتون هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.»

محترم ملا صاحب د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS