د کابل ښار سوالګرو ستونزې حل کېږي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۱۱:۳۶
85

نېټه: 2022، اګسټ 8مه

د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس به د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل ژر کار پیل کړي.

هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، هغوی به بایومیټریک کیږي او په اړونده برخه کې چې دوی کولی شي د کار زمینه به ورته برابره شي. د دغه ډلې سوالګرو له سرپرستانو تعهد اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.

 سوالګرو ماشومانو ته به د تعلیم زمینه برابره شي او هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کوم کار نشي کولی، هغوی ته به د معاش زمینه برابرېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS