د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکې شامل وو، کابل ته را ورسېده

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱/۱۱ - ۱۲:۳۶
5U2A0420 (2)

په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شوو افغانانو سره د بشري مرستو په دوام د روان 1402 لمریز کال حمل میاشتې په 11مه نېټه باندې د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکې شامل وو، کابل ته را ورسېده. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړی سکرتر مولوي عبدالله عزام وايي، را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو او ادارو ته تسلیم شي څو یې د وروستۍ زلزلې له امله پر زیانمنو شوو او اغېزمنو هېوادوالو په شفاف ډول ووېشي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او دا ډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړي سکرتر د خپلو خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانانو د بندیزونو او فشارونو پر ځای له هغوی سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS